د فرنټيئر كور بلوچستان نارتھ لخوا په پاك افغان سرحدي سيمه شموزئي ژوب كښې يو ورځنې طبي وړيا كمېپ جوړ كړے شو

كوئټه 24 دسمبر(اے پي پي) د فرنټيئر كور بلوچستان نارتھ لخوا په پاك افغان سرحدي سيمه شموزئي ژوب كښې يو ورځنې طبي وړيا كمېپ جوړ كړے شو. دا كېمپ د فرنټيئر كور بلوچستان نارتھ انسپكټر جنرل په هداياتو لګول شوے و. په كېمپ كښې د ماهر ډاكټرانو په څارنه كښې د 150 نه د زياتو رنځورانو چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل و، معائنه وكړې شوه او دوي ته داروګان وركړې شول. ټولو كسانو ته د كورونا نه د بچ كېدو واكسين هم ولګول شو. د فرنټيئر كور لخوا په كېمپ كښې ځائي خلقو ته د ساړه نه بچ كېدو لپاره ګرم جېكټس، مفلرز، بوټان او څاردې هم وركړې شوې. ځائي خلقو د فرنټئير كور بلوچستان ناتھ د خېرسګالې د جذبې ستائنه كړې.