هندي ځواكونو كشميرې ځوان شهيد كړو

سرينګر 24 دسمبر(اے پي پي) د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د جمعې په سهار په اسلام آباد ضلع كښې يو كشميرې ځوان شهيد كړے. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د آروني په سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال دا ځوان شهيد كړے دے. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو عمليات روان وو. قابض انتظاميې په سيمه كښې د موبائل فون انټرنېټ سروس معطل كړے دے.