په ګوادر كښې د اوبو مسئلې حل لپاره د چين لخوا د دوه بلين ګرانټ منظوري خوشبينه ده۔د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبيده جلال

كوئټه 24 دسمبر(اے پي پي)د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبيده جلال وئېلي دي په ګوادر كښې د اوبو مسئلې حل لپاره د چين لخوا د دوه بلين ګرانټ منظوري خوشبينه ده٬د دې په نتيجه كښې به كبان نيوونكو او اولس ته د اوبو رامخې ته مسئله په مستقل بنيادونو حل شي۔ دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ په خپل جاري شوي بيان كښې كړی۔وفاقي وزيرې ووئيل چين په منطقه كښې زمونږ اسټرټېجك پارټنر دے او چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان او د پاكستان اولس ملګرتيا كړې ٬ دې ووئېل نن يې يو ځل بيا د ګوادر اولس بنيادي او پخوانۍ مسئله حل كولو لپاره د زړه د كومې په مرسته كولو ثابته كړی چې هغه د پاكستان او د بلوچستان اولس رېښتونے ملګرے دے۔