د پي ټي آئي ټول تنظيمونه تحليل كړے شول ، په قامي قيادت مشتمل آئيني کمېټي به نوو نتظيمونو لپاره بنيادي ډهانچه جوړوي٬ عمران خان پخپل كېريئر كښې كله هم ذاتي خپلولي په خپل مشن قوي كېدو ته نه ده پرېښودې ۔ چوهدري فواد حسېن

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلې دي وزيراعظم عمران خان خېبر پښتونخوا كښې په وړومبي پړاٶ كښې بلدياتي ټاكنو كښې د پي ټي آئي په كاركردګۍ د اطمينان نه لرلو څرګندونې سره د پاکستان تحريک انصاف ټول تنظيمونه تحليل كړي٬ په قامي قيادت مشتمل آئيني کمېټي به نوو نتظيمونو لپاره بنيادي ډهانچه جوړوي، تحريك انصاف د پاکستان لوي سياسي ګوند دے كوم چې د قامي او وفاقي ګوند درجه لري، په پي ټي آئي كښې د ميراث سياست نشته٬ عمران خان پخپل كېريئر كښې كله هم ذاتي خپلولي په خپل مشن قوي كېدو ته نه دي پرېښوده ۔ د جمعې په ورځ د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوند د سينئر ليډر شپ غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د پارټي سينئر قيادت سره د مشاورت نه پس د پي ټي آئي ټول تنظيمونه تحليل كولو پرېكړه كړې٬ د پاکستان تحريک انصاف په قامي قيادت مشتمل آئيني کمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به د ګوند په نوي آئين كار كوي، کمېټي به د نوو تنظيمونو په اړه بنيادي ډهانچه بيا وړاندې كوي۔ ده ووئيل د سينئر غړو دا کمېټي به نوې تنظيمونه جوړولې شي۔ ده ووئيل په غونډه كښې خېبر پښتونخوا كښې د انتخابات او د پاکستان په عمومي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئيل عمران خان د وفاق ليډر دے٬ د ګوادر نه تر خېبر او د كراچۍ نه تر لاهور هر ځائ ووټ بېنك لري، د تحريک انصاف نه علاوه بل يو ګوند د 1100 نه تر 1200 چوكو باندې خپل كانديدان د رامخې ته كولو صلاحيت نه لري٬ ده ووئيل پيپلز پارټي د سندھ او ن ليګ د پنجاب پارټۍ دي٬ د تحريك انصاف د غړو په حېث زمونږ د ذمه واري جوړېږي چې مونږ د وفاق ذمه وارۍ په روڼ تندي ترسره كرٶ۔ ده ووئيل كه د تحريك انصاف سياست متاثره شو نو دې سره به د پاكستان سياست متاثره شي٬۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې د مېرټ برعكس ټكټس وركړے شوي٬ وزيراعظم په بلدياتي انتخابات كښې په رامخې ته شوو شكايتونو د ناراضګۍ څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د تنظيمونو د تحليل نه پس د پارټي د قامي ليډر شپ پشمول نوې آئيني كمېټي جوړه كړې شوې ۔ په دې كمېټۍ كښې خېبر پښتونخوا څخه پروېز خټك، محمود خان، مراد سعيد، اسد قېصر، علي امين ګنډا پور شامل دي٬ پنجاب څخه زه٬ شاه محمود قرېشي، حماد اظهر، خسرو بختيار، چوهدري محمد سرور، سېف الله نيازي، عامر کياني، عثمان بزدار به شامل وي، دغسې د بلوچستان څخه قاسم سوري او سندھ څخه عمران اسماعيل او علي زيدي او اسلام آباد څخه به اسد عمر د كمېټۍ غړي وي۔ د اطلاعات وزير ووئيل كوم هم عزيز ته د ټكټ وركولو د معاملې كتنې لپاره به خاص كمېټي جوړولې شي٬ داسې كېسونه به دې كمېټۍ ته وړاندې كېږي او كمېټي به د ټكټ وركولو يا نه وركولو پرېكړه كوي۔ ده ووئيل مونږ جمهوريت لپاره بلدياتي ادارې مهمې ګڼو، خېبر پښتونخوا كښې د دوېم پړاٶ بلدياتي انتخابات لپاره محمود خان ته ذمه واري وركړې شوې ، د ټکټ وركولو لپاره به يو مېكنزم جوړولې شي او د دغې مېكنزم به وزيراعظم منظوري وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فنانس بل زمونږ ذاتي بل نه دے٬ كه د آئي اېم اېف پروګرام نه غواړو نو اپوزيشن دې د دې متبادل حل رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د اربونو ډالرو قرض دې كسانو پخپلو دورونو كښې اخستے كوم چې مونږ له بېرته وركول دي٬ كه دوي متبادل نظام لري نو رامخې ته دې كړي