
اسلام آباد 23مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه د اقتصادي مرستې په امكاناتو خبرې وشوې۔د خزانې وزير د برتانيې د نوي هائي كمشنر هركلے كولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره مهم كردار ترسره كړي۔د خزانې وزير ووئيل چې اوسني حكومت اقتصادي پرمختګ او د روزګار نوې موقعې پېدا كولو ته پام كړې۔په دې لړ كښې غېر ملكي سرمايه كار مهم كردار ترسره كولې شي۔د پاكستان حكومت د غېر ملكي سرمايه كارو هركلے كوي۔ده د ډي اېف آئي ډي برتانيې لخوا د پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې كولو ستائنه وكړه۔په دې موقع د برتانيې هائي كمشنر ووئيل چې د ده په پاكستان كښې دوهمه ټاكنه ده۔د پاكستان او برتانيې اړيكې دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي۔ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان حكومت د هېواد اقتصادي ماحول او امنيتي صورتحال ښه كړې او دې سره به د غېر ملكي سرمايه كارو په راغب كېدو كښې مرسته وشي