د افغانستان استخبارتي اهلكارو د عملياتو په مهال په لوي مقدار وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه كړي

كابل 23 دسمبر(اے پي پي) د افغانستان استخبارتي اهلكارو په پايه تخت كابل كښې د عملياتو په مهال په لوي مقدار وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه كړي دي۔ د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان سپېشل فورسز آف جنرل ډائرېكټورېټ آف انټيلي جنس(جي ډي آئي) وئيلي دي چې د پايه تخت كابل په نزدې سيمه كښې استخبارتي اهلكارو د عملياتو په مهال په لوي مقدار وسله او چاودېدونكي توكي چې پكښې 32 اے كے٬ 47 ټوپكې٬ درنه وسله٬ 26 لاسي بمونه ٬ 30 دوربينونه او د بېلو وسلو په زرګونو كارتوس شامل دي، په خپله قبضه كښې اخستي دي۔ ده ووئيل چې دا عمليات په ښار كښې د لويې كچې امنيتي او د وګړو حفاظت باوري كولو لپاره د احتياطي اقداماتو برخه ده