كابل 23 دسمبر(اے پي پي) په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن(يو اېن اے اېم اے)د افغانستان مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د قرارداد د منظورۍ هركلې كړې چې پكښې په افغان حكومت لګول شويو د ملګرو ملتونو بندېزونو په نظام كښې د بشري همدردۍ په بنياد استثنٰی وركړې شوې۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې وئېلي دي چې مشن په افغانستان كښې ګڼ شمېر ضرورت مند كسان د بشري همدردۍ په بنياد د مرستې كولو پريكړې هركلې كوي۔ مشن طالب چارواكو او نړيوالې ټولنې ته وئېلي دي چې د افغان بحران د حل پشمول دې د افغان اولس ضروريات او د حقوقو ملاتړ لپاره دې ضروري اقدامات وكړي