كوالالمپور 23 دسمبر(اے پي پي) په ملائېشيا كښې د سېلاب له امله د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 33 ته رسېدلې۔ د ملائېشيا د سركاري خبري اژانس له مخې په سلنګور رياست كښې د 24 او پهانګ كښې د 9 كسانو د مرګ تصديق شوے۔ د ملائېشيا د سماجي او خېرښېګړې محكمې د شمېرو له مخې په پهانګ رياست كښې 37 زره او سلنګور كښې 22 زره څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړي شوي دي۔ د موسمياتو محكمې په هېواد كښې د نورو بارانونو پيشين ګوئي كړې