انتاناناريوو 23 دسمبر(اے پي پي) د مډغاسكر په شمالي لوېديزه ساحلي سيمه كښې د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 64 ته رسېدلې۔ د المان خپرونې ادارې د مډغاسكر د ميري ټائم ايجنسۍ حواله وركولو سره ووئيل چې په پېښه كښې د مړو شويو كسانو شمېره 64 ته رسېدلې او 24 كسان بې دركه دي ، د پېښې په مهال 50 كسان ژوندي راويستل شوي و۔