بوليويا٬د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پريوتې٬ 7 تنه مړه٬ 1 ژوبل

سكرے 23 دسمبر(اے پي پي) د بوليويا په سوئېلي چاكي كوچا سيمه كښې د مسافرو ګاډې ژوې كندې ته پريوتې او په نتيجه كښې يې 7 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د چينائي مېډيا له مخې د ميونسپلټي چيف مېډيكل آفيسر ولاديمير بيتانكور ووئيل چې دا پېښه په چاكي كوچا سېكټر كښې رامخې ته شوې چرته چې د مسافرو ګاډې د ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پريوتې او په نتيجه كښې يې 7 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي۔ د سان لوكاس ميئر غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې