په مېكسيكو كښې د زلزلې سخت جړقونه٬ په رېكټر سكيل يې شدت 6 و

مېكسيكو سټي 23 دسمبر(اے پي پي) د شمالي امريكې په مېكسيكو هېواد كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي چې په رېكټر سكيل يې شدت 6.0 درجې و۔ د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې د مېكسيكو سټي څخه 217 كلوميټر لرې په سوئېلي لوېديز لاكروزډي لوريټو او اړوند سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ په رېكټر سكيل د زلزلې شدت 6.0 رېكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز د زمكې د كچې څخه 8.56 كلوميټر لاندې و۔ په سمدستي توګه د زلزلې له امله د كوم مالي او ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې