
نیویارك 22 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل معاشي بحران سره مخ افغانستان ته انساني مرسته وركولو لپاره قرارداد منظور كړے ٬ د قرارداد له مخې د پیںو وركړې٬ د نور مالي شته منو٬ معاشي وسائلو او د اړوند معاونت وركولو اجازه وركړې شوې ٬ دا معاونت په افغانستان د بنيادي ضرورتونو وركولو لپاره دے او دا طالبانو سره د تړلے شوو بندېزونو خلاف ورزي نه كوي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د شورو په ورځ په متفقه توګه د امريكې يو تجويز كړے قرارداد منظور كړے چې پكښې به انساني مرسته ضرورت مندو افغانانو ته رسولو له مرسته كولې شي۔ په افغانستان كښې د معاشي بدحالۍ په مهال انساني ژوند د تباهۍ نه څنګهساتلے كېدے شي په دې حقله د دې قرارداد منظوري د څو مياشتو د هلو ځلو نه پس د ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د انساني مرستې بحالۍ پلو وړومبے ګام دے كوم چې طالبانو يو “ښه اقدام” ګرځولے او د دې هركلے ئې كړے ٬ د سلامتی کونسل ذكر شوے قرارداد د طالبانو تنها كولو لپاره د لګولې شوو بنديزونو خلاف ورزۍ كولو نه غېر تر يو كال افغانستان كښې د مرستې د ترسيل اجازه وركوي۔ د طالبانو وياند ذبیج اللہ مجاهد په سلامتي کونسل كښې د امريكې د تجويز كړې قرارداد د منظورۍ ستائنه كولو سره خپل غبرګون كښې وئيلي دي دې سره به د افغانستان معاشی صورتحال بهترۍ له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې دې اقدام سره به په اړوندو ادارو د لګولے شوو اقتصادي او بېنكنګ بنديزونو لرې كولو له هم مرسته ترلاسه شي ۔ خو د ملګرو ملتونو د امريكې نائب سفير جیفری دی لارینټس د طالبانو حواله وركول سره خبردار وركړے چې دا ممكنه مرسته كوم هم تنظيم لپاره د خپلو نړيوالو ذمه وارو نظر انداز كولو سره “بلېنك چېك ” نه ده ۔ د اے اېف پي له مخئ د شورو په ورځ امريكې په طالبانو د بنديزونو لرې كولو لپاره اضافې اقدامات كړي دغسې چې د مرستې ډلې د افغانانو مرسته وكړې شي ۔ د امریکې د خزانې وزارت وئيلي دي د څيزونو برآمدات او د كېش ټرانسفر تر ھغه وخته اجازه ده تر څو چې دا د داسې كسانو لاس له ورنه شي چې په ھغوي بندېزونه دي۔ وزارت دا هم وئيلي دي دا اقدامات د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په منظور كړي قرارداد عملدرآمد كولو له هم مرستياله دي۔ د امریکې د خزانې دوهم سېكرټري ویلے ادیمیو وئيلي دي مونږ د افغان اولس د مرستې عزم لرو او هم دا سبب دے چې د خزانې وزارت معاونت باوري كولو لپاره اضافې اقدامات كړي