صنعاء 22 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ورلډ فوډ پروګرام د فنډز كمي له امله د يمن مرسته كمولو صورتحال په اړخه خبردارے وركولو سره وئيلي دي جنګ ځپلي هېواد كښې لوږه تنده زياتېدې شي۔ د ميډيا راپور له مخې ورلډ فوډ پروګرام خپل يو بيان كښې وئيلي دي يمن كښې به راتلونكي كال جنورۍ څخه اتيا لكه كسانو ته د فوډ راشن كم ترلاسه كېږي او د قحط خطر مخنيوي لپاره پنځوس لكه كسانو ته به بشپړ راشن وركولې شي