كابل 22 دسمبر(اے پي پي) د افغانستان په فراه ولايت كښې پوليسو 5 تښتوونكي نيولي دي او د دوي څخه ئې تښتول شوي كس راخوشې كړے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د امارت اسلاميه امنيتي اهلكارو تېره شپه د عملياتو په مهال 5 تښتوونكي نيولي دي او د دوي څخه ئې يو تښتول شوے كس راخوشې كړے دے. د يادونې وړ ده چې پوليسو تېره مياشت په هرات ولايت كښې هم په بېلا بېلو جرائمو كښې د ككړتيا په تور 147 شكمن كسان نيوي دي.