كابل 22 دسمبر(اے پي پي) د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت لخوا 20 كاله پس د نومبر د مياشتې په وروستيو كښې په پايه تخت كابل كښې د قومي ميوزيم بېرته پرانستلو د اجازې نه پس د ميوزيم رڼاګانې بحال شوې دي چرته چې د آرټ شائقينو لپاره د اسلام نه د وړاندې زمانې د نوادراتو پېنټنګز نندارتون لپاره وړاندې كولې شي د كوم چې د خبرونو نړيوالې ادارې اے اېف پي او افغان وګړو دوره كړې. په نندارتون كښې د اسلام نه د وړاندې زمانې د كاڼو لوښي، سكې او تاريخي او مذهبي څيزونه او 2 زره كاله پخوانې تورې وړاندې كړې شوې دي. طالبانو د كال 1996م څخه تر كال 2001 د وړومبي دور په مهال په ميوزيم كښې د مجسمو پشمول نور څيزونه تباه كړي وو خو د طالبانو په بېرته قدرت ترلاسه كولو اوس د طالبانو حكومت د ممكنه بريد څخه ميوزيم او دا قېمتي نوادرات ژغوري. د چيف كيورېټر عين الدين صداقت له مخې په نندارتون كښې د څيزونو نندارتون محدود كولو كومه هڅه نه ده شوې. ده ووئيل چې په ميوزيم كښې يوازې د 15 نه تر 20 فيصده د اسلامي ورثه مجموعه ده. ده ووئيل چې د زياتره طالبان د ميوزيم دوره كوي.