نوے ډيلے 22 دسمبر(اے پي پي) د هند په لوېديځ بنګال ايالت كښې په آئل ريفائنري كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 3 كسان مړه او 44 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ايالت د حكومت يو چارواكي وئيلي دي چې دا پېښه د انډين آئل كارپورېشن په هلديه آئل ريفائنري كښې رامېنځ ته شوې او پكښې 3 كسان مړه او 44 ژوبل شوي دي. په اور قابو موندل شوې او ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.