د نورو افغان كډوالو خدمت نه شو كولې. د اېران خارجه وزير

تهران 22 دسمبر(اے پي پي) د اېران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان وئيلي دي چې بايد نړيواله ټولنه د افغان اولس د ژوند حالاتو ته خاص پام وكړي. د اېران خبر رسنې ادارې له مخې دا د اېران خارجه وزير د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر فېليپو ګرانډي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې كړې ده. ده ووئيل چې اېران دومره صلاحيت نه لري چې هغه د نورو كډوالو خدمت وكړے شي، نړيوالې ټولنې ته به د افغان اولس د ژوند حالاتو ته خاص پام كول وي. ده افغان كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د كډوالو د ادارې په راتګ مننه كولو سره ووئيل چې په دې لړ كښې ترلاسه كېدونكې مرسته زمونږ د هېواد د اقداماتو د حجم په مقابله كښې كمه ده. ده ووئيل چې په اېران كښې د 52 زرو نه زيات غېر ملكي زده كوونكي وړيا زده كړې كوي او افغان كډوالو ته هم د اېراني وګړو پشان د كورونا واكسين لګول شوي دي. د اېران خارجه وزير ووئيل چې د ګاونډيانو په پولو د افغان كډوالو شمېره ډېره زياته ده او نړيواله مرسته كمه ده، بايد اروپائي هېوادونه خپل كردار ترسره كړي. د ملګرو ملتونو د كډوالو د ادارې مشر هم د نويو افغان كډوالو مرستې لپاره د اېران د هڅو ستائنه وكړه. ده ووئيل چې افغان اولس لپاره د فنډ راټولولو په اړه د نړيوالې غونډې خيال ډېر مهم و.