ماسكو 22 دسمبر(اے پي پي) د روسيې صدر ولادي مير پيوټن اروپا سره د زياتېدونكي تاٶ تريخوالي ذمه وار لوېديځ هېوادونه ګرځولي دي. د المان خبر رسنې ادارې له مخې ده د روسيې اعلٰی پوځي چارواكو سره په خبرو كښې وئيلي دي چې لوېديځو هېوادونو د سوړ جنګ د نتيجو غلطه اندازه لګولې. ده ووئيل چې كه د لوېديځو هېوادونو لخوا كومه اشعال ګري كېږي نو روسيه به د دې مناسب ځواب وركړي. ده ووئيل چې روسيه به خپل پوځ لا زياتوي. د يادونې وړ ده چې روسيې په دې وخت كښې د زرګونو په شمېر عسكر د يوكرېن په پوله په ځائ كړي دي.