واشنګټن 22 دسمبر(اے پي پي) آئي اېم اېف غريب هېوادونو لپاره په قرض كښې د نور ريليف وركولو منظوري وركړې. د المان خبر رسنې ادارې له مخې آئي اېم اېف وئيلي دي چې 25 هېوادونو ته به د سي سي آر ټي ډيزاسټر ريليف فنډ له م خې د جنورې نه تر اپرېل 2022م په مجموعي توګه 155 مليونه ډالر ريليف وركولې شي. د دې فنډ له مخې هغو غريب هېوادونو ته قرض وركولې شي كوم چې د قدرتي آفتونو له امله اغېزمن شوي وي يا د روغتيا بحران سره مخ وي. د آئي اېم اېف له مخې دا په قرض كښې د ريليف وركولو پنځم او وروستې پړاٶ دے.