كابل 22 دسمبر(اے پي پي) د چين رېډكراس سوسائټۍ لخوا د افغانستان هلال احمر ته د مرستې سامان سپارلو دستوره په كابل كښې د هلال احمر په مركزي دفتر كښې وشوه. د چينائي راډيو له مخې په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو د مرستې سامان د افغانستان هلال احمر ته وسپارلو. د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په دې سامان كښې طبي آلات او سازوسامان شامل دے. چينائي رېډكراس د 10 مليونه يوآن د ماليت د مرستې سامان د افغانستان هلال احمر ته وسپارلو. په دې موقع چينائي سفير ووئيل چې د دې مرستې څخه افغان اولس سره د چينائي اولس د ژورې دوستې څرګندونه كېږي. د افغانستان د هلال احمر سوسائټۍ چيئرمېن حارث په دې موقع مننه كولو سره ووئيل چې د مرستې دا سامان به د افغان اولس مشكل صورتحال تر كافي حد كم كړي. دا سامان به ډېر زر په كابل او د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو په روغتونونو كښې وويشل شي.