لوساكا 22 دسمبر(اے پي پي) د زېمبيا په پايه تخت لوساكا كښې په زېمبيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 56 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو وياند رائے هامونګا وئيلي دي چې دا پېښه په پايه تخت لوساكا كښې هغه مهال رامېنځ كله چې پوځي بس د بل پلو نه راروان وړوكي بس سره ټكر شو. ده ووئيل چې پېښه د تندرفتارې په وجه رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې 56 كسان ژوبل شوي دي كوم چې نزدې روغتون ته رسول شوي دي.