د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د قامي اسمبلۍ غړي مير هاشم نوتيزئي د پلار په مړينه خواشيني وښودله

كوئټه 21 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د قامي اسمبلۍ غړي مير هاشم نوتيزئي د پلار ملا محمد مراد نوتيزئي په مړين د افسوس څرګندوه كړې۔د غم جنې كورنۍ په نامه پیغام كښې وزيراعلٰی د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔