نوښار 21 دسمبر (اے پي پي) د دفاع پاكستان کونسل چيئرمېن مولانا حامد الحق حقاني وئيلي دي د افغانستان په موجودہ صورتحال د پاکستان په كوربتوب كښې د او آئي سي غونډه خوشبينه اقدام دے٬افغان اولس مرستې لپاره نړيوال فنډ جوړېدل او افغانستان لپاره د او آئي سي د خاص نمائنده تعيناتي يو غروه ګام دے۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د او آئي سي د غړو هېوادونو پشمول نړيوالې ورورولۍ له د افغانستان اسلامي حكومت تسليمول پكار دي ٬ دا د افغان اولس حق جوړېږي٬ دا د طالبانو مسئله نه ده بلكې د كروړونو افغانانو مسئله ده٬ نړيوالې ورورولۍ له افغان اولس د ژمي په موسم كښې د لوږې او قحط نه بچ كولو لپاره اقدامات پكار دي ځكه چې افغان اولس لوږې او قحط سره مخ دے۔ مولانا حقاني ووئيل د خارجه وزيرانو د كنفرنس به تاريخي مثبت اثرات مرتب شي