دوحه 20 دسمبر(اے پي پي) د تركيې او د قطري چارواكو ترمېنځه د ګل په شپه په دوحه كښې ملاقات شوے دے او د دې نه پس به دوي د كابل دوره كوي چرته به چې دوي طالب چارواكو سره د كابل د هوائي اډې د انتظام سنبالولو په معامله خبرې كوي. دا خبره د تركيې خارجه وزير مولود چاٶش اولو كړې. تركيې د دې خبرې څرګندونه كړې ده چې هغه د كابل د هوائي اډې انتظام سنبالولو ته چمتو ده خو كله چې د امنيت په اړه د تركيې شرائط پوره كړے شي.