کوئټه 20 دسمبر (اے پي پي) د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په كوئټه كښې د پخواني سېنېټر مفتي عبدالستار په مړينه غمرازي كولو لپاره جامعه مفتاح العلوم ته لارو او دغتله ئې د ارواښاد لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه۔ مولانا فضل الرحمن په دې مهال علماﺀ كرامو او كاركنانو سره خبرې هم وكړې ۔ ده ووئيل دا د يوې كورنۍ غم نه دې بلكې دا علم لپاره يو لوے زيان دے٬ د ارواښاد په مړينه پېدا شوې خلاء به كله هم ډكه نشي۔ په دې موقع مولانا فضل الرحمن د ارواښاد مفتي عبدالستار د زوي مولانا محمود د ګده نشينۍ دستار بندي هم وكړه