سعودی عربستان – د هېواد د 22 هوائي ميدانونو نجكاري اعلان كړې شوه

ریاض 20 دسمبر (اے پي پي) سعودی عربستان د هېواد د 22 هوائي ميدانونو د نجكارۍ اعلان كړې، راروان كال (2022) كښې به دا هوائي اډې يو هولډنګ کمپنۍ ته سپارلې شي۔ د ميډيا له مخې د شهري هوابازۍ محكمې مشر عبد العزیز الدعیلج ميډيا ته بريفنګ كښې ووئيل كال 2022 كښې به 22 هوائي ميدانونه يوې هولډنګ کمپنۍ ته سپارلې شي كوم چې د نجكارۍ په لوري يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل د ابها، طائف او القصیم هوائي ميدانونو نجکارۍ لپاره اقتصادی، مالیاتی او فنی سروے او منصوبه بندي كېږي۔