
پېښور ۔19دسمبر(اے پی پی) د خېبرپختونخوا په 17 ضلعو كښې بلدياتي ټاكنو له د پولنګ عمل پېل شوې دې٬ په دې مهال په مجموعي توګه يو كروړ 26 لکه 68 زره 862 ووټران د ووټ حق كاروي٬ پولنګ به تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ د تفصيلات لمخې د صوبې په 17 ضلعو پېښور، نوښار، چارسده، خېبر، مهمند، مردان، صوابۍ، کوهاټ، کرک، هنګو، بنو، لکې مروت، ډي آئي خان، ټانک، هري پور، بونير او باجوړ کښې د سهار له اتو بجو څخه د رايو حق كارولو لړۍ روانه ده۔ په دې ضلعو كښې 65 تحصيلونو او 2 زره 382 وېلج ونېبر هډ كونسلز كښې 36 زره 5 سوه نه زيات كانديدان په مېدان كښې دي ٬ خو په ډېره تحصيل كښې د مېئرشپ ټاكنې د اے اېن پي كانديد عمر خطاب شيراني د وژنې له امله د الكېشن كمېشن لخوا ځنډولې شوې دي۔ د كانديدانو ټاكنې له به په مجموعي توګه يو كروړ 26 لكه 68 زره 862 ووټران د رايو خپل حق كاروي په كومو كښې چې د نارينه ووټرانو شمېره 70لاکه 15زره 767 او د مېرمنو 56 لاکه 53 زره 95 ده۔ د صوبې په 17 ضلعو كښې ټول 9 زره 223 پولنګ اسټېشنونه جوړ كړې شوي دي۔ په اړوندو ضلعو كښې 2516 پولنګ سټېشنونه نارمل ٬ 4200 حساس او 2507 زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ په پولنګ سټېشنونو د هغې د حساسيت لمخې عمله تعينات كړې شوې ده۔ د الېكشن كمېشن لمخې په مجموعي توګه سټی مئیر او تحصیل چئیرمېن چوكو له د 689 كانديداو او په وېلېج او نېبرهډ کونسلونو كښې په عمومي چوكو د 19285، د مېرمنو په چوكو د 3870، د مزدور او کسان په چوكو د 7428، په یوتھ چوكو د 6011 او په اقليتي چوكو د 293 كانديدانو ترمينځه مقابله روانه ده۔ دا خبره دې ياده و چې د خېبر پختونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې دوه زره 32 كانديدان بلا مقابله ټاكلې شوي دي كومو كښې چې په جنرل چوكو 217، د مېرمنو په نشستونو 876 د کسان کونسلر په چوكو
285 او د یوتھ کونسلر په چوكو154كانديدان بلا مقابله ټاكلې شوې ګرځولې شوي دي۔