پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پام د افغانستان وضعې پلو راګراځولو لپاره پرله پسې هڅې كوي۔ شاہ محمود قرېشي

APP10-181221 ISLAMABAD: December 18 - Foreign Minister Of Afghan Interim Government, Amir Khan Muttaqi with the Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at Ministry Of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پام د افغانستان وضعې پلو راګراځولو لپاره پرله پسې هڅې كوي او د افغانستان نزدې ګاٶنډي هېواد په حېث د افغانانو وروروڼو په انساني بنياد مرستې لپاره بشپړه هڅې كاروي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې د افغانستان لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي سره په ملاقات كښې وكړې۔ ده ووئيل د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه د دغه هڅو يوه كړۍ ده٬ مونږ د دې غونډې د لارې نړيوالې ورورولۍ ته پېغام وركوٶ چې د تېرو تېروتنو نه زده كړه كولو سره په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره راوړاندې شۍ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې ټولشموله حكومت٬ بنيادي بشري حقونه او په خاص توګه د مېرمنو د حقونو پالنه د افغان حكومت په مفادو كښې ده۔ ده ووئيل ما د كابل خپلې دورې په مهال د پاكستان لخوا د خېرسګالۍ جذبې له مخې د 5 اربه روپو د مرستې اعلان كړې۔ ده ووئيل زه په دې وېنا كولو خوشحالي محسوسوم چې مونږ افغانستان لپاره خوراك او د داروګانو پشمول د 50 زره مېټرك ټنه غنمو په صورت كښې د انساني مرستې كولو انتظامات بشپړ كړې دي٬ زمونږ ډله به په افغانستان كښی د پاكستان په مرسته د چلېدونكې روغتونونو دورې كولو لپاره ډېر زر كابل ته درشي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاكستان د راتلونكي كال په مارچ كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې كوربتوب لپاره چمتو دے، پرله پسې د او آئي سي د دوه غونډو كوربتوب٬ اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره د پاكستان د سنجيدګۍ څرګندونه ده ۔ خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې 40 كاله پس د امن اميد د اهميت وړ دے دا موقع بايد ضائع نه كړې شي٬ د افغانستان معاشي تباهي به ټولو لپاره د يو ډول مضمراتو سبب وګرځي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان رامخې ته شوې المناك معاشي صورتحال پلو د نړيوالې ورورولۍ پام ګرجولو بشپړه هڅې پكار روالي ٬ مونږ د كشمير مسئلې پحقله د او آئي سي د پرله پسې او غېر متزلزل ملاټر مننه كوٶ۔ لنډمهاله افغان خارجه وزير امير خان متقي د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون له په بللو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي مننه وكړه