چنیوټ۔17دسمبر(اے پی پی) په چناب نګر كښې دوه وروڼو قاديانيت پرېښے او اسلام ئې قبول كړے ٬ د دوي په اسلام قبولولو د دغې ځاے خلكو د ډېرې خوشحالۍ څرګندونه كړې او د الله اكبر نعرېئې وهلي ۔ د تفصيلات له مخې د چناب نګر دوه وروڼو راشد رفيق او محمد تېره ورځ د مولانا قاری شبیر احمد عثمانی په لاس په مرکز ختم نبوت جامعه عثمانیه ختم نبوت چناب نګر كښې اسلام قبول كړے۔ په دې موقع ګڼ شمېرخلق موجود وو كومو چې نوو مسلمانانو ته مباركي وركړې