پېښور ۔17دسمبر(اے پی پی) سټي ټرېفك پوليس پېښورد پاركنګ خلاف ورزۍ په كولو د تېرې يوې مياشتې په مهال د 5490 وګړو چالان كړې۔ د تفصیلات لمخې د چيف ترېفك آفيسر عباس مجيد په هدايت د سټي ټرېفك پوليس پېښور لخوا د تېرې مياشتې په مهال په نو پار كنګ زون كښې د ګاډو او موټر سائيكلونو پارك كوؤنكو په ضد سخته كاروائي وكړې شوه او د جرمانو په مد كښې په لكھونو روپۍ جمع كړې شوې۔ چیف ټرېفک آفیسر عباس مجید هدايت وكړو چې وګړي دې په نو پاركنګ زونز كښې د ګاډي پارك كولو نه ډډه وكړي دغسې چې د خلكو قيمتي وخت ضائع نه شي او په رش كښې په ځينې وختونو كښې اېمبولېنسنز كښې روغتون ته وړونكي رنځوران ستونزو سره مخ نه شي۔