د بلتستان پرمختګ لپاره حكومت مېګا منصوبې پېل كړې دي٬ اعلی وزير خالد خورشيد

استور۔17دسمبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان اعلی وزير خالد خورشيد د انجمن تاجران سکردو نمائنده پلاوي سره خبرو كښې وئيلي چې د برېښنا بحران د تېرو حكومتونو د نااهلۍ د لاسه رامخې ته شوې دې ٬ د برېښنا په بحران قابو موندلو له د شارټ ټرم پالېسۍ لاندې د برقياتو څانګې ته تھرمل چنرېټرز لپاره مطلوبه وسائل وركړې شوي دي ٬ په ګلګت بلتستان ډوېلپمنټ پېكج كښې د پاور مېګا منصوبې شامل دي د كومو چې ټېنډرې كېږي۔ د مسلم ليګ نون په دور كښې ګلګت بلتستان لپاره په پي اېس ډي پي كښې الوكېشن يوازې د دوه اربه روپو وو او نن د 20 اربه روپو دې۔ د شونټر ټنل عطاء آباد پاور پروجېکټ، شغر تھنګ پاور پروجېکټ، غواړی پاور پروجېکټ او د شتونګ ناله په ډول منصوبې زمونږ حكومت په ډوېلپمنټ پېكج كښې شامل كړې او د اړوندو فورمونو څخه ئې منظور كړې۔ ده ووئيل د بلتستان تعمير او پرمختګ لپاره حكومت مېګا منصوبې پېل كړې دي۔ هغه ووئيل د برېښنا بحران مستقل حل له د پاور مېګا منصوبې پېل كړی شوي دي۔ هغه زياته كړه چې كه د بلتستان اولس زمونږ مرسته روانه وساتله نو سكردو به د دبۍ او سنګاپور نه ښكلې جوړ كړؤ۔ خالد خورشید ووئيل وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان سره تر ټولو زياته مينه لري