د افغانستان معزول حکومت سفیر خپله چوكۍ پرېښودله

ملګري ملتونه 17دسمبر (اے پي پي) د افغانستان معزول حکومت لخوا تعینات کړې شوي افغان سفیر ملګرو ملتونو كښې خپله چوكۍ پرېښودله۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرحان حق وئيلي چې د زيارت په ورځ د ترلاسه شوې يو خط له مخې غلام اسحاق زئی تر 15 دسمبر په خپله چوكۍ پاتې كيدو نه پس استعفیٰ وركړې۔ سفارت کارو وئيلي چې اګست كښې د طالبانو د قبضې نه پس افغانستان معاشی بحران سره مخ پاتې شوې دې، ملګرو ملتونو كښې د هېواد مشن روان ساتلو كښې ستونزې رامخې ته كېږي ٬ په ملګرو ملتونو كښې د افغان مشن لخوا تبصره لپاره رابطه نه ده شوې٬ په 14 م ستمبر اسحاق زئي په ملګرو ملتونو كښې په باضابطه توګه د افغان سفير په حېث د پاتې كېدو په اړه استفسار كړې وو۔