د پېښور آرمي پبلك سکول په 16 دسمبر 2014 د رامخې ته شوې پېښې 7 كاله پوره شول

APP12-161221 FAISALABAD: December 16- Students performing in a tableau during 7th anniversary of martyrs of APS at Government Girls Higher Secondary School in the city- APP photo by Tasawar Abbas

اسلام آباد 16دسمبر (اے پي پي)د پېښور په آرمي پبلك سکول كښې په 16 دسمبر 2014 د رامخې ته شوې پېښې 7 كاله شوي، دې پېښې ټول قام يو موټے كړے او مونږ من حيث القوم دا لوظ كړے چې په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ او جنونيت کوم ځاے نشته۔د اے پي اېس پېښې نه پس رامخې ته شوو پېښو ثابت کړې چې ژوندې قامونه په چيلنجز كښې په بريا مخ په وړاندې ځي ۔ مبصرين او تجزيه کارو له مخې دا ډيره لويه پېښه وه خو پاکستاني قام او پوځ د دغسې ټولو چيلنجونو چې په كومه مړانه مقابله کړې هغه يو ښكاره مثال دے،د پاکستاني قام او ادارو عزم د دې چيلنجونو څخه لوړ ؤ۔ ټول قام د پاکستان امنيتي ادارو سره په ګډه يو داسې عمليات پيل كړي چې هدف ئې يو داسې پاکستان ؤ كوم كښې چې رياست د طاقت د استعمال حق لري۔ د 86 زره څخه زياتو قربانو په نتيجه كښې نن مونږ په هغه ځاے ولاړ يو چرته چې د پاکستان په ګوټ ګوټ كښې د رياست عملداري ده۔ دا ډيره لرې خبره نه ده كله چې 2007 او 2008 كښې قبائلي سيمو كښې د رياست عملداري نه وه۔ نن قبائلي سيمې د رياست ِ پاکستان برخه دي او د رياست عملداري په ټولو سيمو كښې قائم ده۔دې لپاره قام او پوځ يو لوي جنګ ګټلے ۔ وزيراعظم عمران خان د آرمي پبلك سکول پېښور پېښې په 7 كاله پوره كيدو خپل پيغام كښې وئيلي ” نن ورځ ټول پاكستاني قام ته د هغه پېښې يادګېرنه كوي كله چې بزدل دښمن زمونږ د قام په سباؤن ،بې ګناه ماشومانو بريد كولو كښې هغوي شهيدان كړل ۔نن ورځ د آرمي پبلك سکول د هغه مېړنو استاذانو يادګېرنه راكوي كومو چې د خپلو زدكوونكو حفاظت لپاره د ډښمن په وړاندې لكه د دېوال ولاړ وو او قربانۍ ئې وركړې۔ وخت ثابت کړې چې بے شكه د ترهه ګرۍ كوم مذهب يا قام نه وي،د دې په شا هغه ناوړه سوچ وي كوم چې خپل ناپاك سياسي عزائم پورا کولو لپاره بې ګناه ماشومان هم استعمالوي۔د آرمي پبلك سکول د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔