د ګوادر پشمول د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، ګوادر كښې صحت ، تعليم او د نورو بنيادي آسانيو د وركړې كار به ګړندے كولے شي، د وفاقي وزير اسد عمر په ګوادر كښې د وفاقي وزيرې زبيده جلال سره ميډيا سره خبرې

ګوادر 16دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختك او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د ګوادر پشمول د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، په تيرو درېو كلونو كښې بلوچستان كښې 59 اربه روپۍ پرمختيائي كارونه شوي ،ګوادر كښې د اوبو وركولو لپاره دوه نوي 2 بندونه بشپړ شوي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ ګوادر كښې د وفاقي وزيرې زبيده جلال سره ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د وزيراعظم عمران خان په خصوصي سپارښتنه ګوادر ته راغلے يم ، د بلوچستان چارواكو سره ملاقات كښې د ګوادر د چارو په تفصيل سره جاج اخستلے شوے۔ده ووئيل د ګوادر وګړو مسئلو حل كولو لپاره اړوندو چارواكو سره په اقدامات خبره شوې او په هغې مثبت پيشرفت شوے۔ده ووئيل د ګوادر پشمول د بلوچستان پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي، د تيرو درېو كلونو راهسې په بلوچستان كښې د 59 اربه روپو پرمختيائي كارونه شوي ۔ده ووئيل ګوادر كښې د اوبو وركولو لپاره دوه نوې بندونه بشپړ شوي،راروان كال تر ګرمۍ موسم به ګوادر كښې د اوبو وركولو كښې واضحه ښه والے راشې،ده ووئېل ګوادر لپاره چين څخه سولر يونټ به تر جنوري راورسيږي ۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل ګوادر كښې د صحت ، تعليم او نورو بنيادي آسانيو وركړې لپاره به كار لا ګړندے كولے شي