د آرمي پبلك سکول پېښور پېښې اولس د ترهګرو په ضد يو موټې كړې دي۔ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر

کوئټه 16 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د صوبائي اسمبلي سپيکر مير جان محمد خان جمالي وئيلي دي چې د ترهګرۍ خاتمې لپاره قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ د 16م دسمبر ورځ به ټول عمري له د هېواد په تاريخ كښې د تورې ورځې په توګه ياده ساتلې شي٬ كله چې بزدلا ترهګرو د ناوړه عزائمو ترلاسه كولو لپاره په بې ګناه كوچنيانو بربريت وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اے پي اېس شهيدانو د اوومې كليزې په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل د آرمي پبلك سکول پېښور پېښې قام د ترهګرو په ضد يو موټې كړې دي او د شهيدانو د قربانيو په نتيجه امن راغلے دے۔ ده ووئيل امن لپاره قام عظيم قربانۍ وركړې دي چې په سبب ئې نن زمونږ ماحول سوله ايز دے۔ د اے پي اېس بې ګناه شهيدانو او د ھغوي كورنيو ته سلام وړاندې كوٶ