
لندن 15 دسمبر (اے پي پي) د برتانيه د فلاحي تنظيمونو امبريلا ګروپ ډيزاسټر ايمرجنسي کمېټي (ډي اي سي)افغانستان لپاره د ژميپه موسم كښې د مرستې اپيل كولو سره خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د کرونا وائرس وبا، اقتصادي صورتحال ،شخړې او وچ كالۍ افغانستان يو داسې اندېښمن صورتحال ته رسولے چرته چې اتيا لكه كسان د غذائي كمي سره د مخ كېدو خبر دے او 22 لكه كسانو سره دا مهال د خوراك څښاك ذخيره نشته او د پنځو كالو نه كم عمره 30 لكه كوچنيان د غذائيت سخت كمي سره مخ كېدے شي ٬ دغسې د لكهونو په شمېر كوچنيان د يخنۍ له امله د مرګ خلے ته رسېدے شي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې آکسفيم ، کرسچن اېډ۔ اسلامك ريليف او د برټش رېډ کراس پشمول د برتانيې 15 مرستيالو نتظيمونو افغانستان كښې د ژمي په موسم كښې د مرستې اپيل كړے۔ د يادونې وړ ده امريكې او نورو هېوادونو د افغانستان 10 بېليونه ډالره اثاثې منجمد كړي او نړيوال بېنك او آئي اېم اېف هم افغانستان له فنډز ته د رسېدو لاره نيولې ۔ دا اپيل به په بي بي سي، آئي ټي وي، چېنل فور، چېنل فائيو، سکائي نيوز سره سره په بي بي سي راډيو هم خپرېږي