د اے پي اېس پېښه ٬ يو ژور زخم: د ژوندي قام په حېث له چېلنجز څخه وتلو كښې بريالي شوي يؤ ٬ د اولس او پاكستاني ځواكونو مړانه او جذبه ثاني نه لري


ترجمه: جنت ګل
اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) په پېښور كښې په آرمي پبلك سكول (اے پي اېس) كښې د دسمبر په شپاړسمه نيټه كال 2014 كښې د رامخې ته شوې پېښې نه پس رامخې ته شويو پېښو ثابته كړې ده چې ژوندي قامونه له چېلنجز څخه وتلو كښې بريالي كېږي، اګرچه د پېښې زخم زيات ژور ٶ خو پاكستانې قام او ځواكونو چې په كومه مړانه او جذبه د دې مقابله كړې ھغه ثاني نه لري، د مبصرينو او تجزيه کارو له مخې د اے پي اېس پيښې 7 كاله شوې دي٬ دې پېښې ټول قام يو موټې كړې دې او د قام په حېث مونږ دا پوخ عزم كړې چې پاکستان كښې ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او جنونيت هېڅ ځائ نه لري٬ تاريخ چې كله هم ليكلے شي نو مُورخ به دا ضرور ليكي چې پاكستاني قام او ځواكونو چې په كومه مړانه او جذبه د دې مقابله كړې ثاني نه لري٬ټول قام او امنيتي ادارو په ګډه داسې عمليات پېل كړل چې هدف ئې يو داسې پاكستان ٶ چرته چې رياست هم د طاقت كارولو حق لري٬ د 86 زره نه د زياتو قربانيو په نتيجه كښې مونږ نن هم ھلته ولاړ يو چرته چې د پاکستان په انچ انچ د رياست عملداري ده٬ دا دومره لرې خبره نه ده كله چې په كال 2007 او كال 2008 كښې په قبائيلي سيمو كښې د رياست رټ نه ٶ٬نن قبائيلي سيمې د پاكستان برخه دي او د رياست عملداري په ټولو سيمو كښې ده٬ دې لپاره قام او پاكستاني ځواكونو يو كامياب جنګ كړې

د اے پي اېس پېښې نه پس رامخې ته شوې واقعاتو دا خبره ثابته كړه دې چې ژوندي قامونه د چېلنجونو نه په كاميابۍ سره رابهر كېږي۔ د جاري شويو شمېرو له مخې د ترهګرۍ په ضد دې كامياب جنګ كښې 46 زره مربع كلوميټره اېريا كليئر كړې شوې٬ د اتلس زره نه زيات ترهګر وژلې شوې دي٬ د 250 نه زيات چاٶدېدونكې توكې په قبضه كښې اخستې شوې دي، د 75 زره نه زياته وسله ريكور شوې ده د كومې څخه چې د لكهونو په شمېر انساني ځانونو ته زيان رسولې كېدې شو۔ پنځوس لوي عمليات او په اطلاعاتو آډانه د دوه نيم لكه نه زيات آپرېشنز شوې او دغسې د 1200 نه زيات كوچني او لوے عمليات شوي٬ خو د پولې بل اړخ ته حالات مختلف وو٬ پاکستان چرته چې په 2611 كلوميټره پوله د ازغن تار لګولو كار په لاس كښې اخستې٬ بارډر فورس او ټرمينل ئې جوړ كړي نو بلخوا په پوله د اووه نه تر اته كلوميټره يواځې يوه پوسته موجود وه خو د پاکستان په وخت كړې اقداماتو په سبب د افغانستان دننه د وضعې او پېښو اثراتو څخه پاكستان محفوظ ٶ٬ په بلوچستان كښې د هند ناوړه عزائم خاورې كړې شؤ او كراچۍ كوم چې په يو وخت كښې د كرائم پحقله د نړۍ شپږم ښار ٶ اوس ھغه 106 نمبر ته رسېدلې٬ په پنجاب كښې د چهوټو ګېنګ پشمول د نورو ترهګرو خاتمه شوې ده د نېشنل اېكشن پلان له مخې د 60 نه زيات تنظيمونه كالعدم ګرځولې شوي٬ د اووه لويو ترهګرو تنظيمونو خاتمه شوې ده.

خو دا كاميابۍ كله نړۍ ليدلې شي٬ پاكستان كله د فېټف نو كله د آئي اېم اېف په منګولو كښې د ګېرولو هڅې شوې دي او كله په ختيزو او لويديزو پولو مسئلې پېدا كړې شوې دي، كله بلوچ بېلتون خوښ تنظيمونو ته هوا وركړې شوې نو چرته د سندھو دېشن چغې لګولو هڅې شوې دي٬ چرته د ذاتي مفاداتو په خاطر ادارې په نښه كړې شوې دي نو چرته د اے پي اېس په پېښه د سياست كولو هڅې شوې٬ د اے پي اېس پېښه يقينا ً چې د افسوس وړ او ډېره غمژنه پېښه ده٬ دې ته به كتنه كول وي چې آيا رياست د ترهګرۍ په ضد د كاميابو څخه جولۍ ډكه كړې يا د ترهګرو په وړاندې ئې سر ټيټ كړې٬ تاريخ چې كله هم ليكلے كېږي نو يقيناَ چې مورخ به ليكي پاكستاني قام او امنيتي ځواكونو د ټولو چېلنجونو په كومه مړانه مقابله كړې ھغې مثال نه لرلو٬ د اے پي اېس په پېښه كښئ 51 كوچنيان او د عملے غړي هم شهيدان شوي٬ د پرېډ لېن په پېښه كښې هم پوځيان او د پوځيانو بچي شهيدان شوي، د سلګونو په شمېر عملياتو كښې د زرګونو په شمېر عسكر شهيدان شوي، عسكرو او د دوي كورنيو قربانۍ وركړې دي٬ دې سره سره د اے پي اېس د شهيدانو په زخمونو مرهم لګولې شوي اګرچه كومه مالي فائده د ځان بدل نشي كېدې خو بيا هم تر ډېره حده هڅه شوې چې د ځپليو كورنيو هر ډول ممكنه مرسته وكړې شي٬ نه يوازې دا چې دوئي ته پلاټس وركړې شول بلكې كېش رقم هم وركړې شوې ٬ د ځپليو كورنيو وارثانو ته تر عمره عمره د دارو درملو سهولت، د كوچنيانو ويړيا تعليم او د تربيې نه علاوه د بېت الله د طواف بندوبست هم شوې٬ په مجموعي توګه د وفاق٬ صوبائي واكمنو او پوځ لخوا تر اوسه 1545مېليونه نه زيات رقم د شهيدانو كورنيو او ځپليو په زخمونو مرهم لګولو پاره خرڅ كړې شوې دي او نن هم رياست د دوي هر ډول ممكنه مرستې لپاره هڅې كوي٬ د وزيراعظم نه تر سرلښكر ټول خلق د دوي په زخمونو مرهم لګول غواړي.

دې ته به هم كتنه كول وي چې د اے پي اېس د ترهګرو سره څه وشول٬ مُلا فضل الله او عمر نارائے نن چرته دي؟ د اے پي اېس په پېښه كښې 9 ترهګر په موقع وژلې شوې وو او كوم 6 ترهګر چې نيولې شوي په ھغوي كښې پنځ په سولۍ كړې شوي دي۔ او د يو د كېس په سپريم كښې كښې سماعت روان دے۔ د دې به هم مشاهده كول وي چې د اے پي اېس پحقله كومه انكوائري شوې آيا د ذمه وارو په ضد اېكشن اخستې شوې؟ نو په دې لړ كښې د پاكستان سپريم كورټ يو جوډيشنل كمېشن جوړ كړې، كوم چې په 30 جون كال 2020 كښې خپل رپورټ جاري كړې٬ د جوډيشل کمېشن ټولو اړوند كسانو سره د انكوائرۍ نه پس بيا پرېكړه كړې چې امنيتي ځواكونو د ترهګرو په ضد عملي جنګ كړې، كومې لپاره چې امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې٬ جوډيشل کمېشن دا هم وئيلي دي چې كله د بريد كوٶنكو مرستيال په كور موجود وي نو د نړۍ يو طاقت د بريد لاره نشي نيولې او د دې خبرې څو ځله باور وركړې شوې دے٬ تر څو چې د سليپر سېلز په صورت كښې د ترهګرو د كورني معاونت لاره نه وي نيولې شوې٬ د ترهګرو خطر به موجود وي۔ جوډيشل کمېشن په ښكاره توګه د امنيتي ځواكونو د پېښې ځپليو په بشپړه مرسته ېپرزوئنې وړاندې كړې۔ دا مهال هم د پاكستان د كابينې په غړو مشتمل يوه كمېټي جوره كړې شوې ده كومه چې د شهيدانو كورنيو سره د ملاقات د لارې د دوي هر ډول ممكنه مرستې لپاره په هڅو كښې مصروف ده٫ ضرورت د دې خبرې دې چې دا خبره باوري كړې شي چې يو كس ٬ ډله ٬ تنظيم٬ د شهيدانو كورنۍ خپل ذاتي ډلې يا سياسي مفاداتو لپاره استعمال نه كړي٬امنيتي ځواكونه پاكستان يو سوله ايز هېواد جوړولو لپاره شپه او ورځ ستړې كوي٬ مونږ له به د دوي لاسونه مضبوطول وي او هره ھغه هڅه به ناكامه كول وي كومې څخه چې په ټولنه كښې د اړي ګړي او ناامنۍ خپرېدو اندېښنه وي٬ راځۍ چې د خپلې برخې مشال روښانه كړؤ٬ په پوځ كښې دننه هم د محكمانه انكوائرۍ په نتيجه كښې د ھغه ذمه وارو كومو چې مطلوبه اقدامات پورته كولو كښې تقصير يا بې غوري كړې د ھغوي په ضد زبردستې تاديبي كاروائي وشوې٬ دوي ته په وركړې شويو سختو سزاګانو كښې د سروس نه اخوا كول هم شامل دي۔