يمن – د فټبال چيمپئن شپ ګټلو جشن لمانځلو په مهال د ډزو له امله 5 مړه ٬ 124 ژوبل

صنعا 15 دسمبر (اے پي پي)د يمن په پايه تخت صنعا كښې د فټبال مېچ په ګټلو د جشن په مهال د ډزو په نتيجه كښې 5 تنه مړه او 124 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې د روغتيا ځائي چاوراكو حواله وركولو سره ووئيل چې د يمن انډر 16 لوبغاړو د فټ بال ډلې سعودي عرب ته ماتې وركولو سره كرويسټ اېشيا جونيئر فټ بال چيمپئن شپ ګټلو نه پس تېره ورځ جشن لمانځلو او د ګټلو په خوشحالۍ كښې ئې ډزې كولې چې له امله يې زيات خلك مړه او ژوبل شوي۔ د دې پېښې نه پس چارواكو په وګړو زور راوړو چې هغوي دې په ذمه وارانه توګه د خپلې خوشحالۍ څرګندونه وكړي او د ډزو او نورو هلو ځلو څخه دې ډډه وكړي