كوالالمپور 15 دسمبر (اے پي پي)د ملائېشيا په جوهر رياست كښې د كډوالو كوچنۍ بېړۍ د اپوټه كېدو له امله 10 تنه مړه شوي۔د چين خبري اژانس ادارې د ملائېشين ميري ټائم انفورسمنټ اېجنسۍ(اېم اېم اي اے)ډائرېكټر فرسټ ميري ټائم اېډمرل نورالحزام زكريا د بيان حواله وركولو سره ووئيل چې په بېړۍ كښې د كوچنو پشمول 60 كسان ناست وو چې پكښې 21 ژوندي بچ كړې شوي او 10 كسان مړه او 29 بې دركه شوي۔ده ووئيل چې د بېړۍ پېښه سهار 4 نيمې بجې رامخې ته شوه۔ بلخوا د د بې دركه كسانو لټون له عمليات روان دي