په فلپائن كښې د كوچنۍ الوتكې پرېوتو پېښه ٬يو پائلټ مړ بل ژوبل

منيلا 15 دسمبر (اے پي پي)فلپائن كښې د كوچنۍ الوتكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو پائېلټ مړ او دوهم ژوبل شوې۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د فلپائن ايوي اېشن چارواكو مېډيا ته وئېلي دي چې د منېلا په پانګا سينان صوبه كښې يوه كوچنۍ الوتكه د تربيتي مشن په مهال پرېوتو سره ويجاړه شوې چې په نتيجه كښې يې انسټركټر پائېلټ مړ او تربيه ترلاسه كوؤنكې سخت ژوبل شوے دے۔