كولمبيا٬ په هوائي اډه چاؤدنو كښې دوه پوليس اهلكار او يو وګړې مړ

بوګوټا 15 دسمبر (اے پي پي)د كولمبيا په كوكوټا نړيواله هوائي اډه د شويو دوه بمي چاودنو په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكار او يو وګړي پشمول درې كسان مړه شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د دفاع وزير ډياګو مولانو په خپل يو بيان كښې وئېلي چې وړومبۍ چاودنه د هوائي اډې حفاظتي ديوال سره وشوه چې په نتيجه كښې يې يو وګړې مړ شو او دوهمه چاودنه د دې نه څو دقيقې وروستو هغه مهال وشوه كله چې د بم ډسپوزل اسكواډ يوې ډلې په هوائي اډه د په ځاې كړې شوي يو بم شنډ كولو هڅه كوله۔ د دې ناڅاپي او زورورې چاودنې په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار مړه شول۔ بلخوا امنيتي چارواكو د پیښې پلټنې پېل كړې دي۔