روم 15 دسمبر (اے پي پي) د اطاليه په راوانوسا سيمه كښې د استوګنې په يوه ودانۍ كښې د رامخې ته شوې ګاز چاؤدنې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 9 ته رسېدلې۔د چين خبري اژانس ادارې د ځائي چارواكي په اړه وئيلي چې د اونۍ په آخر كښې د استوګنې په ودانۍ كښې په شوې ګاز چاودنه كښې د ابتدائي اطلاعات له مخې 7 كسان مړه 2 ژوبل او 2 بې دركه شوي وو خو اوس امدادي ډلو د ودانۍ ملبې څخه د بې دركه شويو دوه كسانو مړي راويستلې چې د دې نه پس په چاودنه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 9 ته رسېدلې۔د رپورټ له مخې د چاودنې غږ نزدې سيمو كښې اورېدلې شوې چې له امله يې نزدې ځينې ودانۍ هم ويجاړې شوي وې