افغانستان جدي بشري بحران او اساسي بشري حقونه خطر سره مخ دي۔ملګري ملتونه

اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل خبردارې وركړې دې چې افغانستان یو جدي بشري بحران او اساسي بشري حقونه ئې له خطر سره مخ دي۔ په افغانستان كښې د بشري حقونو په صورتحال په يو اپ ډېټ كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دوهم هائي كمشنر ندا الناشف وئيلي چې په جنګ ځپلي هېواد كښې د بندېزونو اثراتو او رياستي اثاثې كنګل كولو له امله وضعيت لا پېچلې شوې دې۔ هغه ووئيل د بېنكنګ سسټم خاتمې او د لېكوډېټي سخت بحران معاشي ژوند تر ډېره حده مفلوج كړې دې٬ د يخنۍ موسم راتللو سره مېرمنې ٬ نارينه او كوچنيان سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخ كېږي۔ هغه كونسل ته ووئيل چې په اګست كښې د طالبانو د قبضې نه وړاندې د روان كال په مهال ريكارډ زيات وګړي مړه شوي دي په كومو كښې چې نيمې ته نزدې مېرمنې او كوچنيان دي۔ هغه د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو حواله وركولو سره ووئيل په 4.2 ملین افغان كوچنيانو كښې 60 فيصده انجونې د وړاندې نه له سكول څخه بهر دي او د استاذانو د تنخاګانو نه ادا كېدو دلاسه نور 8.8 ملین كوچنيان د تعليم نه د محرومه كېدو خطر سره مخ دي۔ په دې موقعه هغه د افغانستان ججانو ٬ پراسېكيوټرز او وكيلانو په تحفظ هم زور راوړو۔