بيجنګ 15 دسمبر (اے پي پي)د چين په ختيز جيانګشي سيمه كښې د طبي آلات جوړونكې كارخانه كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره پنځه ته رسېدلې۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې چارواكو وئېلي دي چې دا پېښه په صوبائي پايه تخت نانچانګ كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې په ابتدائي توګه درې كسان مړه٬ يو تن ژوبل او دوه بې دركه شوي وو۔ لږه شېبه وړاندې د بې دركه شويو كسانو د مرګ تصديق هم وكړې شو۔ بلخوا د پوليس لخوا د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔