وزيراعظم عمران خان سره د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي وليدل

APP62-141221 ISLAMABAD: December 14 - Federal Minister for Maritime Affairs Syed Ali Haider Zaidi called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي د نهې په ورځ ليدلې دي۔د وزيراعظم مېډيا يفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د ميري ټائم آرګنائزېشن(آئي اېم او)په كېدونكو ټاكنو بريفنګ وركړے شو ۔ دغسې وفاقي وزير وزيراعظم په نړيوال ميري ټائم ټرانسپورټېشن بزنس كښې د پاكستان لپاره د زياتې نه زياتې برخې ترلاسه كولو لپاره د آئي اېم او كنونشن په مهال د برتانيې٬قطر٬سعودي عرب٬ملائېشيا او مالديپ ټرانسپورټ وزيرانو سره د سائيډ لائن ملاقاتونو څخه هم خبر كړو۔وزيراعظم د حكومت د سي فيئررز آسانيو لپاره د اقدامات٬د كورونا وبا په مهال د ښو پالېسيو په سوب په بندرځايونو د ښه انتظام او په كراچۍ كښې د كراچۍ پورټ ويكسي نېشن كمپائن په اړه د مثبت اثراتو څخه هم خبر كړے شو ۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم نړيوال بحري تجارت كښې د پاكستان كردار زياتولو لپاره د سمندري چارو وفاقي وزير هڅې وستائېلې