نېشنل كوارډينېټر نېكټا”د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي قامي پالېسۍ 2021 “مسوده د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد ته وړاندې كړه

اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی) نېشنل كوآرډينېټر نكېټا مهر خالق داد لك د پالېسۍ مسوده د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته وړاندې كړې۔مسوده “د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي قامي پالېسۍ 2021 ” په اړه نېشنل كاؤنټر ټيرارزم اتهارټي جوړه كړې۔د نهې په ورځ د نېكټا نه جاري شوي بيان له مخې سږ كال اګست كښې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ مخ نيوي په اړه د بېلو شراكتدارو په مشاورت سره په نېشنل ايكشن پلان د نظرثاني سپارښتنه نېكټا ته په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد په لړ كښې شوې وه۔د پالېسې مسوده مرتب كولو لپاره 250 څخه زياتو پوهانو سره مشاورت شوے دے