د او آئي سي غونډه كښې د غړو هېوادونو خارجه وزيران٬ د پي فائيو هېوادونو خاص استازي ٬مهم اروپائي هېوادونه او يو اېن ايجنسيز له بلنه وركړې شوې۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مېډيا سره خبرې

اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د او آئي سي په غونډه كښې د غړو هېوادونو خارجه وزيران٬ د پي فائيو هېوادونو خاص استازي ٬مهم اروپائي هېوادونه او يو اېن ايجنسيز له بلنه وركړې شوې۔د نهې په ورځ مارګله ډائيلاګ فورم كښې د ګډون نه پس د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې په حقله مېډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په 19 دسمبر د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډې كوربتوب كوي۔په دې غونډه كښې ګډون لپاره د او آئي سي غونډه كښې د غړو هېوادونو خارجه وزيران٬ د پي فائيو هېوادونو خاص استازي ٬مهم اروپائي هېوادونه او يو اېن ايجنسيز له بلنه وركړې شوې۔د غېر معمولي غونډې يواځنۍ ايجنډا په افغانستان كښې امن او استحكام او هلته په تندۍ سره د زيات شوي انساني بحران مخ نيوے دے٬مونږ له به دا كتل وي چې څه ډول په انساني بحران قابو موندلو كښې د افغانانو مرسته كولې شو۔خارجه وزير ووئيل كه داسې ونه شوه نو د دې به ناوړه نتيجې رامخې ته شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې اسپائلرز دي هغوي غواړي چې په افغانستان كښې اړے ګړے او عدم استحكام وي٬دغسې مونږ خواهش لرو چې په افغانستان كښې امن او استحكام وي۔مونږ خپل ځان د افغانستان تر حكمرانانو محدود نه دے ساتلے بلكې افغانانو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل په افغانستان كښې فضاﺀ بدلېږي او د دې احساس لرو چې په افغانستان كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او تعمير نو لپاره پاكستان څه اهميت لري