د افغان د اعلٰی تعليم وزير پلاوي سره د پېښور پوهنتون دوره

پېښور 14دسمبر(اے پی پی)د افغانستان شپږ كسيزه پلاوي د الحاج مولوي عبدالباقي حقاني(د اعلٰی تعليم وزير)په مشرۍ كښې د پېښور پوهنتون ته ورسېدو٬په نورو غړو كښې ډاكټر لطف الله خير خواه(نائب وزيراعلٰی)و۔پلاوي سره په خبرو كښې وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر محمد ادريس ووئيل چې د پېښور پوهنتون په ټولو 50 څانګو كښې د افغانستان زده كونكو لپاره كوټه مختص ده٬د دې نه علاوه افغان زده كونكو ته سكالرشپس هم وركولې كېږي٬ الحاج مولوي عبدالباقي حقاني(د اعلٰی تعليم وزير) واضحه كړی چې پېښور پوهنتون يو تاريخي درسګاه ده په دې كښې هېڅ شك نشته چې د دې پوهنتون څخه لوستي خلك په افغانستان كښې ښه چوكۍ لري۔ده ووئيل چې افغانستان ځو ځله ستونزو سره مخ شوې چې په سوب يې په پرمختګ لويې اثرات مرتب شوي او اوس ضرورت د دې خبرې دې چې پاكستان او افغانستان دې د تعليم په مېدان كښې مرسته وكړي او د استاذانو او زده كونكو تبادله هم وكړي