خصوصي وګړي په ټوله نړۍ كښې ستونزو سره مخ دې،د روغتيا نړيواله اداره د خصوصي وګړو ښېګره كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي،د وړومبۍ ميرمن ثمینه علوي دستورې ته وينا

لاهور 14دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن ثمینه علوي وئيلي دي معذوري يوه نړيواله مسئله ده دغسې خصوصی وګړي په ټوله نړۍ كښې د ستونزو سره مخ دې،بايد مونږ داسې كسانو له دا احساس وركړو چې دوي زمونږ څخه په هيڅ ډول كم نه دې ٬ خصوصی وګړو له لوي څښتن لوي صلاحیتونه وركړي ٬ حکومت د خصوصی وګړو بهترۍ له چمتو دے ٬ دغسې د پبلك پارټنرشپ ترمخه بيلې ادارې او تنظیمونه د خصوصی وګړو ښېګرې لپاره په ګډه كار كوي ٬ ٬د روغتيا نړيواله اداره (ډبلیوایچ او) د خصوصی وګړو ښېګړه كښې په زړه پورې كردار لري۔دې د نهې په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د سوشل ویلفیئر محكمې او ډبلیو ایچ او په مرسته د معذورو وګړو په اړه دستورې ته وينا كوله۔په دې موقع د سوشل ویلفیئر صوبائی وزیر یاور بخاري٬ سیکرټری سوشل ویلفیئر حسن اقبال ٬ ډی جی سوشل ویلفیئرمدثر اقبال ٬ ډائریکټر ډبلیو ایچ او ډاكټر مرېم آمنه آفتاب ٬ لیفټېننټ کمانډر(ر) شهواز بلوچ پشمول معذوره كسان او د هغوې كورنۍ موجود وې۔ وړومبۍ ميرمن ثمینه علوي ووئيل معذوره وګړي په خپلو پښو اودرولو لپاره د ټولو بېنكونو د اړخه په ټیکنیکل سکلز د قرض سکیمونه معارفي كړې شوي، په دې لړ كښې د حکومت د اړخه سپارښتنه شوې۔ دې نه ځانله د معذوره وګړو خاص شناختی کارډ جوړولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل موجودہ حکومت د خصوصی وګړو د ستونزو څخه خبر دے او باور وركوو چې د دوي د مسئلو حل له به بشپړه ګامونه پورته كولې شي۔دې ووئيل معذوره وګړي د ټولنې ګټه ور وګړي جوړولو لپاره د پبلك پارټنرشپ ترمخه سکیمونه هم معارفي كولې شي دغسې چې د دوي احساس محرومی ختمه شي او هغوې له برابر حقونه وركړے شي۔ د دستورې په آخر خصوصی وګړو له فخر پاکستان ایوارډز او سرټیفکیټس هم وركړے شول