موجودہ حکومت په بلوچستان كښې د هېواد د تاریخ تر ټولو زيات 3300 کلومېټره د سترو لارو جوړولو منظوري وركړې،وفاقی وزیر مواصلات مراد سعید ټويټ

اسلام آباد 14دسمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعید د ‏بلوچستان پرمختګ د پاکستان پرمختك ګرځولو سره وئيلي دي موجودہ حکومت بلوچستان كښې د هېواد د تاريخ تر تولو زيات 3300 کلومېټره د سترو لارو جوړولو نه يواځې منظوری وركړې بلكه خضدار بسمه ، زیارت موړ کچ هرنائی ، ژوب کچلاك ، نوکنډي مشکیل ، ډیرہ مراد جمالی بائی پاس ، کوئټه بائی پاس ، اېم 8 باندې کار پيل شوے كوم به چې ډير زر بشپړ شي۔ په ټويټر هینډل خپل سیریز آف ټويټ كښې وفاقی وزیر ووئيل د کراچۍ ٬كوئټه چمناو خضدار 89 کلومېټره په مهمه ستره لاره به كار د روانې مياشت په مهال پيل شي دغسې دويمه برخه ئې ټنډر شوې ۔ وفاقي وزير مراد سعید ووئيل په تيرو 15 كلونو كښې په بلوچستان كښې د 1100 کلومېټرو سړكونو يوازې منظوري وركرې شوې٬ خو موجودہ حکومت 3300 کلومېټره سترې لارې په بلوچستان كښې جوړوې۔